نړیوال کریکټ

ارچر سام او بین سټوکز په پنځوس اوریزه سکواډ کې نه دې اخیستل شوي

په پام کې ده چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په وروستیو وختونو کې جنوبي افریقا ته سفر وکړي نن انګلستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره خپل سکواډونه اعلان کړل چې پکې په پنځوس اوریزو لوبو کې سام کرن، بین سټوکز، او جوپرا ارچر ته چانس نه دی ورکول شوی.

د انګلستان په شل اوریزو لوبو کې ایون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوپرا ارچر، جونیتن بیرسټو، سام بیلنګز، جوز بټلر، سام کرن، ټام کرن، کریس جورډن، ډیویډملن، عادل رشید، جیسن روی، بین سټوکز، رییس ټوپلي، او مارک ووډ شامل دي.

په پنځوس اوریزه سکواډ کې بیا ایون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جونیتن بیرسټو،، سام بیلنګز، جوز بټلر ، ټام کرن،لیوس ګریګوري، لیام، عادل راشید، جی روټ، جیسن روی، اولي سټون، رییس ټوپلي، کریس ووکس او مارک ووډ شتون لري،

د یادلو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې