لیګونه

ډهلي کپټلز په ۶ ویکټو بنګلور ته ماته ورکړه او ترې مخکې شوه

د ای پي ایل سیالیو په ۵۵ مه لوبه کې ډهلي کپټلز او رایل چېلینجرز بنګلور یو له بل سره مخامخ شول لوبه د ډهلي لوبډلې په بریا تمامه شوه. 

دغه سیالۍ کې لومړی توپ وهنه بنګلور لوبډلې وکړه د شیوام ډوبي د ۱۷ د ویرات کوهلي د ۲۹ ای بي ډېویلرز د ۳۵ او د پاډيکال د ۵۰ منډو په ترلاسه کولو یې ډهلي ته ۱۵۳ منډې هدف کېښود. 

د ډهلي لپاره انریچ نارتجي ۳ رباډا ۲ او اشوین یوه ویکټه ترلاسه کړه. 

توپ وهنه کې بیا شکردهوان او اجینکا ریحاني ښه وځلیدل، دهوان ۵۴ او ریحاني د ۶۰ منډو پر مټ یې یاد هدف په ۱۹ اور کې ترلاسه کړ او له بنګلور لوبډلې مخکې شول. 

په دې سره د ویرات کوهلي په کپټانۍ کې رایل چیلنجرز بنګلور خپله ۷ مه لوبه هم وبایلله او له ډهلي وروسته یې دریم ځای خپل کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې