نړیوال کریکټ

پاکستان نن له زمبابوې سره دریمه یو ورځینۍ سیالۍ کوي.

پاکستان نننۍ لوبه کې د زمبابوې د کلین سویپ هڅه کوي. د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځینیو سیالیو وروستۍ لوبه نن د راولپېنډۍ کرکټ سټډیم کې ترسره کیږي.
ددغو لوبو لړۍ له وړاندې پاکستان ګټلې او له دې مخکې یې په دوه لوبو کې زمبابوې ته ماته ورکړې.

د پاکستان او زمابوې ترمنځ یادې لوبې د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي که نننۍ لوبه پاکستان ګټي نو زمبابوی به په دې لوبې سره کلین سویپ کړي او د درې واړو لوبو لړۍ به سر په سر له زمبابوې وګټي.

د یادونې ده چې له دې لوبو وروسته د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم لري لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د نومبر په ۷ دوهمه په ۸ مه او وروستۍ به هم د نومبر په لسمه تر سره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې