دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

وسیم اکرم : پاکستاني لوبغاړي دي په هندي لیګ کې او هندي لوبغاړي دي په پاکستاني لیګ کې ولوبیږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي پخواني لوبغاړي وسیم اکرم نن غوښتنه وکړه چې پاکستان او هندوستان دي کرکټ له سیاست سره نه شریکوي.

وسیم ویلي، کرکټ یو ځانګړې ملي لوبه ده او باید هیوادونه یې د سیاست ښکار نکړي، زه تمه لرم چې له دې وروسته دې هندي لوبغاړي په پاکستاني سوداګریز لیګ کې ولوبیږي او ترڅنګ یې د دې هیواد لوبغاړو ته دې هم په آی پي ایل سیالیو کې چانس ورکول شي،،

وسیم په دې اند دی چې ځوانو پاکستانيو لوبغاړو ته دې چانس ورکول شي ترڅو په آی په ایل لوبو کې ولوبیږي، د یادلو وړ ده چې پاکستان او هندوستان کرکټ بورډونو د خپلې سیاسي موضوع پر سر کرکټ ته هم صدمه رسولي چې ډېر کله د یو بل پر خلاف توند نظرونه شریکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې