لیګونه

لنکا پریمیر لیګ ښایې له سریلانکا متحده عربي اماراتو او یا هم مالېزیا ته ولېږدول شي

د سریلانکا هېواد سترې کورنۍ کریکټ لوبې چې تمه کېږي روانه میاشت کې پیل شي، مګر یو لړ راپورنه ورکړل شوې دي چې د دې لیګ ترسره کېدل په سریلانکا هېواد کې ناممکن دي. چارواکې د یاد لیګ ترسره کېدل ځکه په سریلانکا کې ناممکن بولي چې د یاد لیګ د نشر کوونکي ډله (تلویزون باندې خپرونکي ډله) چمتو نه ده چې دا لوبې پر ټلویزون باندې نندارې ته وړاندې کړي او همدغه راز د لوبغاړو د روغتیا مسله ده، چې ښایې دا لیګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي او پایله کې یې سریلانکا څخه په متحده عربي اماراتو او یا هم په مالېزیا هېواد کې ترسره شي. 

له کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې سره په خبرو کې د لنکا پریمیر لیګ رئیس روئین وکراماراتین داسې وویل: ((مونږ په سریلانکا کې د یاد ټورنامنټ ترسره کېدو لپاره دوه انتخابونه لرو، لومړی انتخاب دا چې دا لیګ به د سریلانکا په هامبینټا او پالیلکیل ښارونو کې ترسره کړو، مګر د دویم انتخاب له مخې ښایې دا لیګ وځنډوو او د سریلانکا پر ځای یې بهر ترسره کړو.)) 

له بلې خوا راپورنه ورکړل شوې دي چې د سریلانکا کریکټ بورډ چارواکې او د یاد هېواد د روغتیا وزارت غړي به سره یوه مشورتې ناسته ترسره کړي، چې له مخې به یې د ټورنامنټ لپاره د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مخنیوي لپاره قانون او مقررات وټاکل شي.

د اوسنې مهالوېش له مخې چې د لنکا پریمیر لیګ سیالۍ به د نومبر له ۲۱ مې نیټې څخه پیل او د دسمبر میاشتې تر ۱۳ مې نيټې پورې به دوام وکړي. چې پکې به ټولې ۲۳ سیالۍ ترسره شي. 

په وروستې اختیار کې رئیس روئین وکراماراتین وویل، که چیرې مونږ ډېر اړ شولو نو دا لوبې ښایې مونږ بیا په متحده عربي اماراتو او یا هم مالېزیا هېواد کې تنظیم کړو. خو مونږ به ډېره هڅه وکړو چې همدا لوبې د ټولو لوبغاړو په ګډون سریلانکا هېواد کې ترسره کړو. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې