افغانستان کریکټ

لغمان کې د افغان سوپر لیګ تر نامه لاندې د کرکټ تورنمیټ پای ته ورسید.

یاد تورنمینټ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په لاره اچول شوی و نن پای ته ورسید.
دغه تورنمینټ کې ۸ لوبډلو برخه اخستې وه چې ورویستۍ لوبه د مفکر سوپر سټار او درویش سوپر پاور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

یاده سیالۍ کې د لوبې پچه د دروېش پاور لوبډلې ګټلې وه او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د مفکر سوپر سټار لپاره اصف اکرمزي ۱۴ حیات خیبر په ۵ بالونو ۱۸ حمید شفق ۳۱ علي رضا ۲۲ بریال همت ترټولو زیاتې ۶۸ منډې جوړې کړې.
د دروېش پاور لپاره شاهد هيرو ۳ سالم دروېش ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
دروېش سوپر پاور لوبډلې ونه شول کولای چې یاد هدف ته ځان ورسوي او د لوبي په وروستی اور کې یې مفکر سوپر سټار ته ماته ومنله

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې