دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

فاف ډوپلیسیس د پیشاور زلمي په ګټه لوبیږي

د پاکستان کرکټ سوداګریز لیګ پي ایس ایل چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوی و بیرته پیلیږي دې لیګ کې څلور لوبډلې د پلی اف لوبو ته وتلي او د روانې نومبر میاشتې په ۱۴ نيټه به پکې پاتې لوبې ترسره شي.

دا لوبې د پاکستان په کورنیو لوبغالو کې ترسره کیږي چې پکې به د پيشاور زلمي لوبډلې په ګټه د کیرون پولارډ پرځای جنوبي افریقایي فاف ډوپلیسیس ولوبیږي، فاف تاید کړی چې نوموړی به د پاکستان په کورني لیګ کې د پیشاور زلمي لوبډلې په ګټه ولوبیږ.

فاف ویلي، زه ډېر خوښ یم چې د پیشاور زلمي لوبډلې لپاره په پلی اف لوبو کې لوبیږم،زه په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان ته راغلی وم چې مونږ د آی سي سي ایلیون لوبډلې لپاره لوبه وکړه زه به د جنوبي افریقا څخه اووم لوبغاړی یم چې د دې لیګ په دوهم پړاو کې لوبیږم،،

د پي ایس ایل لیګ لومړۍ کوالیفایر لوبه به د ملتان سلطان او کراچۍ کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي د دې ترڅنګ به لومړۍ ايليمينټر لوبه د پیشاور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا شان به دوهم ايليمينټر میچ د نومبر میاشتې په ۱۵ او فاینل لوبه به ده د همدې میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره شي.  

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې