دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سارو ګنګولي : د روهیت شرما په اړه به د سره بیا غور وشي

هندوستان کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کنټرول ادارې څو ورځې وړاندې د استرالیا پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه دې لوبډله کې نه په شل اوریزو نه په پنځوس اوریزو او نه هم په ټیسټ لوبوکې د روهیت شرما نوم ولیدل شو.

اوس تازه د بي سي سي آی د کنټرول ادارې مشر سارو ګنګولي په خپلو څرګندونکو کې ویلي،، روهیت شرما هغه وخت غوره کیدلی شي چې خپل فیټنیس په پوره ډول جوړ کړي، روهیت د استرالیا پر وړاندې مناسب لوبغاړی دی ځکه هلته استرالیا کرکټ ملي لوبډله د ځان سره په لوبډله کې ډيویډ وارنر، سټيو سمیت، او مارنوس لبوشین لري، مونږ به د روهیت شرما په اړه وروسته خپل نهایي تصمیم ونیسو ترڅو لوبډله کې ورته ځای ورکړو او کنه؟

د یادولو وړ ده چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۱۱ نيټه له متحد عربي اماراتو څخه د استرالیا سیډني ښار ته سفر وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې