افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کلکتې هیلې د ممبي انډینز لوبډلې پورې تړلي دي

د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې نن ممبي لوبډله د حیدر اباد پروړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي که په ننۍ لوبه کې حیدر اباد لوبډله بریا خپله کړي نو کلکته نایټ رایډرز لوبډله له مخکې تګ څخه محرومه ولی شي.

دې لوبې ته باید سنریزر پوره تیارې ونیسي دوی باید د جیسن هولډر پرځای افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل ته چانس ورکړي ځکه نبي د ممبي د بیټنګ لیکه په پوره ډول کمزوري کولای شي.

د کرکټ ډېری څارونکې بیا په دې اند دې چې محمد نبي د کیڼ لاسو توپ وهونکو لپاره ترټول سازګاره توپ اچونکی دی او په ممبي لوبډله کې برید کوونکې توپ وهونکی کيڼ لاسي دي

چې ښه مثالونه یې جنوبي افریقایي کوینټن ډي کاک، هندي ایشان کیشن، اوکورنال پنډیا دي، ممبي لوبډله کې د نړۍ پیاوړي لوبغاړي لوبیږي چې لایې هم کریس لاین ته په کومه لوبه کې چانس ندی ورکړی.

په همدې لوبې سره حیدر اباد لوبډله خپل او د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې برخلیک معلوموي چې کومه لوبډله به د درې نورو ډهلي، بنګلور، او ممبي سره پلی اف لوبو ته ووځي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې