لیګونه

د سنرایز حیدراباد لپاره برخه لیک ټاکوونکې لوبه نن ترسره کیږي.

د ای پی ایل سیالیو ۵۶ لوبه نن د ممبیي انډینز او سنرایز حیدراباد ترمنځ ترسره کیږي، دغه لوبه د سنرایز حیدراباد لپاره برخه لیک ټاکوونکې لوبه ده.

سنرایز لوبډله داسې مهال د لوبې ډګر ته ښکته کیږي چې له دې وړاندې یې ۱۳ لوبې کړي د ۶ لوبو په ګټلو سره ۱۲ نمرې لري خو ممبیي لوبډله بیا د تورنمینټ تر ټولو مخکښه لوبډله ده.

که چیرته نننۍ لوبه سنرایز حیدراباد وګټي نو نیټ رنریټ ته په کتو به له کلکتې لوبډلې مخکې راځي او په څلورو غوره لوبډلو کې به ځای پیدا کړي په دې سره به د مخکې تګ چانس ورته پیدا شي او که دا لوبه سنرایز وبایلي نو څلورمه لوبډله به همدا وي چې د ای پي ایل له سیالیو بهر شي.
د سنرایز په بایللو سره کلکتې ته د مخکې تلو چانس ډیر زیات دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې