دلوبغاړو په اړه

یوارج سینګ د کلکتې لوبډلې مالک شاه روخ خان ته د کلیزې مبارکي ورکړې.

په ای پی ال سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د مالک او د فلمي دنیا د وتلي ستوري شاه روخ خان نن د زوکړې کلیزه ده.
نوموړی د نومبر په دوهمه ۱۹۶۵ میلادي کې زیږیدلی او نن ۵۵ کلن شو.
هندي وتلي کرکټر یوراج سینګ هغه ته د کلیزې مبارکي ورکړې یوراج په خپل ټویټر لیکلي چې ” د رومانتیکې دنیا پاچا د میلیونونو زړونو واکمن ته د هغه د زوکړې د کلیزې مبارکي وایم، خوشحاله اوسې او خوږه زنده ګي ولرې زه امید لرم چې ښه ژوند ولري او د کلتکې د لوبو څخه خوند واخلې له مینې ډکه دنیا ولرې”

دا خبرې یوارج سینګ په ټویټر لیکلي، د شاه روخ خان لوبډله په روانو ای پي ال سیالیو کې تراوسه ښه روانه ده او د تیرې شپې د لوبې په ګټلو سره څلورو مخکښو لوبډلو کې حساب شوه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې