دلوبغاړو په اړه

عمران طاهر له خپلو مینه والو بخښنه غوښتې.

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او په ای پی ال سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې مشهور توپ اچوونکي عمران طاهر له خپلو مینه والو بخنه غوښتې چې په ای پي ال سیالیو کې ورته ډېرو لوبو کې د لوبېدو چانس ورنغی.

عمران په خپل رسمي ټویټر لیکلي چې” په زړه کې مې ډېر احساسات او هیلې پاتې شوې چې سالیو کې ونه لوبیدم، خو بیا هم په ښه ډول پای ته ورسېدې، هغه له خپلو ټولو مینه والو بخښنه غوښتې او ویلي یې دي که راتلونکي کال چانس ولري چې دې سیالیو کې ولوبیږي نو ښه کارکردګي به وکړي”
عمران طاهر چې په خټه پاکستانی دی او په ۱۹۷۹ ز کال د پاکستان په لاهور کې زیږیدلی د سویلي افریقا تابعیت لري او د افریقا په ملي ټیم کې لوبیږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې