دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

روهیت شرما ته د درې اونیو پورې ارام ورکول کیږي

هند کرکټ بورډ چې د استرالیا پروړاندې لوبډله اعلانوله د روهیت شرما نوم په درې ډوله سکواډ کې ونه لیدل شو دا چې روهیت ولی وانه خیستل شو یو لامل یې د هغه ناروغتیا ده، خو بل پلو بیا هندي پخواني لوبغاړي په بورډ نیوکه کوي چې دومره له مخکې نه سکواډ اعلانول او د روهیت نه اخیستل یوه دسیسه ده دوی په دې اند دې که چيرته روهیت ناروغ دی نو ولی استراحت نه ورکول کیږي، ترڅنګ د استرالیا سره لوبو ته لاډېر وخت پاتې دی نو باید روهیت ته انتظار شوی وی دا او دې ته ورته نورهغه غبرګونونه و چې د هند کرکټ بورډ مشرروزونکی روی شستری چمتو کړ چې په پاتې لوبو روهیت شرما له آی پي ایل سیالیو څخه منع کړي.

د روهیت ډاکټر تاید کړی چې هغه باید درې اونۍ استراحت وکړي همداشان نوموړي ته د روي شستري لخوا ویل شوې چې نوموړی باید د ډاکټرانو خبرې عملي کړي او درې اونۍ استراحت وکړي.شستري داهم ویلي که چيرته روهیت پوره ښه و نو لوبډله کې به ورته ختمن د استرالیا پروړاندې چانس ورکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې