دلوبغاړو په اړهلیګونه

راون ۱۳ پړاو ای پی ال سیالیو کې تراوسه مخکښ توپ وهونکی څوک دی؟ دلته یې ولولئ

په روان ۲۰۲۰ ای پي ال سیالیو کې تر اوسه ۵۴ لوبې ترسره شوي دي، ډېری لوبغاړو پکې مختلف ریکارډونه جوړ کړي دي خو تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی په دغو سیالیو کې هندی لوبغاړی کېل راهول دی. 

نوموړي سږ ای پي ال سیالیو کې ۱۴ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۷۰ منډې جوړې کړي او د ۱۳ پړاو تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی دی. 

تېر کال دغو سیالیو کې مخکښ منډې جوړوونکی ډېویډ وارنر و، هغه ۱۲ سیالیو کې ۶۹۲ منډې جوړې کړې وې او د ای پي ال تیر کال مخکښ منډې جوړوونکی وه. له دې وړاندې دریم کال یعنې ۲۰۱۸ کې کین ولیمسون بیا ۱۷ سیالیو کې ۷۳۵ منډې جوړې کړې وې او د کال مخکښ توپ وهوونکی و. 

د هندوستان غوره لیګ ای پي ال سیالۍ هر کال ترسره کیږي او د نړۍ له هرې برخې څخه په کې نوم وتې کرکټران لوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې