دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ د نړۍ مشهوره الراونډر له هر ډول کرکټ سره مخاښه وکړه

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر د نړۍ د هر ډول کرکټ څخه نن رسماً د استعفا اعلان وکړ شین واټسن په ۱۹۸۱ م کال د استرالیا هیواد په ایپسویچ کې زیږدلی و.

د نړۍ دغه مشهوره الراونډر په ۲۰۱۸ م کال کې د نړیوال کرکټ سره مخاښه وکړه او نن یې د هرډول کورني او سوداګریز کرکټ څخه په ناڅاپي ډول استعفا وکړه.

نوموړي ۵۹ ټيسټ ۱۹۰ پنځوس اوریزې او ۵۸ یې بیا نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، خپله لومړۍ ټېسټ لوبه یې د جنورۍ په پنځمه نېټه په ۲۰۰۵ م کال کې د پاکستان پروړاندې ترسره کړه، همدا شان یې د پنځوس اوریزو لوبو پیل د مارچ په ۲۴ تمه په ۲۰۰۲ م کال کې د جنوبي افریقا پروړاندې وکړ، د دې ترځنګ یې د شل اوریزو لوبو پیل په ۲۰۰۶ م کال د جنوبي افریقا پر وړاندې وکړ.

ټېسټ کرکټ ۴ سلیزې، او ۲۴ یې بیا نېمه سلیزې ترلاسه کړي، ۳۷۳۱ ټولې منډې لري او لومړي منډې په یوه لوبه کې ۱۷۶ دي، پنځوس اوریزو لوبو کې ۹ سلیزې ۳۳ نېمه سلیزې، ۵۷۵۷ ټولې منډې او لوړې منډې په یوه لوبه کې ۱۸۵ دي او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی، او په شل اوریزو لوبو کې بیا یوه سلیزه او لس نېمه سلیزې لري، ټولې منډې ۱۴۶۲ ترټولو لوړې منډې په یوه لوبه کې ۱۲۴ دي او ناټ اوټ د میدان څخه وتلی.

په آی پي ایل کې ټولې ۱۴۵ لوبې ترسره کړي چې ۴۳ لوبې یوازې د چینای لوبډلې لپاره ترسره کړي دي، نوموړي په ټول آی پي ایل کې ۳۸۷۴ منډې جوړي کړي دي، او ترڅنګ یې ۹۲ ویکټې هم ترلاسه کړی وي.

چينای سوپرکینګز لوبډلې چې کله د پنجاب پروړاندې هغه ته په ۱۴ لسمه لوبه کې چانس ورنکړ نو په هغې ځای کې یې لوبغاړو ته وویل چې نور له هرډول کرکټ سره مخاښه کوي.

چینای لوبډله تمه لري چې د ایم ایس ډوهني ملګرتیا به هغه دې ته لیواله کړي چې د دوی سره د روزونکې په توګه په ۲۰۲۱ م کال کې یوځای شي، د نړۍ دغه نامتو کرکټر په استرالیا کرکټ بورډ کې غټه دنده هم لري خو سوداګریزو لیګونو کې یې په خپله خوښه لوبه ترسره کوله چې نن یې د دې لوبو څخه هم د تل لپاره د استعفا اعلان وکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې