لیګونه

د ای پي ال سیالیو ۵۴ مه لوبه: د کلتې په بریا راجستان لوبډله هم له ای پي ال سیالیو بهر شوه

په روان ای پي ال سیالیو کې ۸ لوبډلې لوبیږي، تېره شپه ددې سیالیو ۵۴ مه لوبه د کلکتې په بریا او د راجستان په ماتې پای ته ورسېده.

یاده سیالۍ کې لومړی توپ وهنه کلکتې لوبډلې وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف کېښود.

د کلکتې لپاره انډري رسل ۲۵ شبمن ګېل ۳۶ ټریپاټي ۳۹ او کپټان ایون مورګن زیاتې ۶۸ منډې جوړې کړې.
د راجستان لپاره راحول ټيواتي ۳ کارتیک ۲ ارچر او ګوپل یوه یوه ویکټه واخسته.
دوهم اننکز کې راجستان ونه شو کولای هدف تر لاسه کړي ددوی لپاره بین سټوکس ۱۸ ګوپل ۲۳ راحول ټيواټي ۳۱ او بټلر زیاتې ۳۵ منډې جوړې کړې خو ونه توانېدل چې هدف ته ځان ورسوي په دې سره راجستان لوبډله د ۱۲ نمرو په درلودلو سره له ای پي ال سیالیو بهر شوه.
دغو سیالیو کې له دې وړاندې کېنګز الیون پنجاب او چینای سوپر کینګ لوبډلې هم بهر شوي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې