دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

درې لوبډلې د آی پي ایل لیګ څخه بهر شوي

د هندوستان سوداګریز لیګ تيره میاشت په متحد عربي اماراتو کې د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل شو چې پکې چينای سوپرکینګز، کینګز الیون پنجاب، ډهلي کيپټلز، ممبي انډينز، کلکته نایټ رایډرز، راجستان رايلز، رایل چلینجرز بنګلور، او سنریزر حیدر اباد لوبډلې شاملي وي.

نن په دې لیګ کې ډهلی کيپټلز لوبډله د بنګلور لوبډلې پروړاندې خپل بخت ازمایي، دې لیګ کې ممبي لوبډله د جدول په سر کې قرار لري دوی ۱۳ لوبې ترسره کړي ۹ یې ګټلي او ۴ یې بیا بایللي دي.

چينای، راجستان، او کینګز الیون پنجاب هغه لوبډلې دي چې له پلی اف لوبو څخه بی برخې شوې دي، د جدول په سرکې ممبي انډينز، دوهم مقام کې بنګلور دریم مقام کې بیا ډهلي او په څلورم مقام کې بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډله شتون لري.

که چيرته حیدر اباد لوبډله خپله راتلونکې لوبه د ممبي څخه وګټې نو پرته له شکه په مثبت نيټ رن رېټ سره دوهم پړاو ته تللي شي، که دوی چيرته په خپله وروستۍ لوبه کې ماته خورې نو بیا به ممبي، کلکته، ډهلی، او بنګلور لوبډلې سره په خپلو کې پلی اف لوبې ترسره کړي.

د یادولو وړه ده چې په دې لیګ کې تراوسه کېل راهول ترټولو زیاتې منډې ۶۷۰ جوړي کړي،ورپسي بیا ۴۷۱ شکر دهوان، او د ۴۴۹ منډو په لرلو سره فاف ډوپلیسیس بیا دریم ځای لري، د توپ اچونکو په لړ کې بیا هندي چټک بالر جیسپریت بومرا د ۲۳ ویکټو په درلودلو سره لومړی، همدا شان جنوبي افریقایي کاګیسو رباډا، د ۲۳ ویکټو په اخیستلو سره دوهم او د ۲۰ ویکټو په لرلو سره چاهال دریم ځای له ځان سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې