دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

بریسبین هیټ له دوهم انګلستاني لوبغاړي سره هم د لوبیدو تړون لاسلیک کړ

بریسبین هیټ لوبډلې نن اعلان وکړ چې دوی له چټک انګلستاني بالر لویس ګریګوري سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ دې لوبډلې په سر کې د انګلستاني اوپنر توپ وهونکې ټام بینټون سره له هغه وروسته یې د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او نن یې بیا د لیوس ګریګوري سره د لوبیدو تړون امضا کړ.

لیوس د دې څخه د مخه په بنګله دیشي بي پي ایل، پاکستاني پي ایس ایل، او همدارنګه د لومړي سټينټ لپاره د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د بریسبین هیټ لوبډلې واخیست.

د بریسبین هیټ لوبډلې روزونکې ډيرن لیمان د ګریګوري په راتګ خوښې ښودلی او هغه یې د خپلې لوبډلې لپاره یو له غوره توپ اچونکو څخه ګڼلی دی.

د یادلو وړه ده چې د استرالیا سوداګریز بیګ باش لیګ د روان کال د ډیسمبرمیاشتې په درېمه نېټه پيلیږي چې پکې به د تير په پرتله یو تفاوت دا ولیدل شي چې د دوه بهرنیو لوبغاړو پرځای به درې بهرني لوبغاړي په یوه لوبډله کې ولیدل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې