لیګونه

ای پي ال کې نن ډهلي له رایل چېلنجرز بنګلور سره خپل بخت ازمایي.

ددې لوبې ګټوونکې لوبډله به مستقیماً په پاینل لوبه کې له ډهلي سره ولوبیږي
د ای پي ال سیالیو ۵۵ لوبه د ډهلي او بنګلور ترمنځ ترسره کیږي دغو دواړو لوبډلو وار له مخه په ای پي ال سیالیو کې د مخې تګ ځای پیدا کړی دی.

دواړه لوبډلې به نن ماښام ۶:۳۰ دقیقې د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، دغه سیالۍ هم د ابوظبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې ترسره کیږي.

رایل چېلنجرز بنګلور د ویرات کوهلي په کپټانۍ کې له دې مخکې ۷ لوبې ګټلي او د ۱۴ نمرو په درلولو سره له ممبیی لوبډلې وروسته دوهم ځای لري.

ډهلي کپټلز هم د ۷ لوبو په ګټلو سره ۱۴ نمرې لري او له بنګلور لوبډلې وروسته دریم ځای کې قرار لري.
دا لوبې د روان ۱۳ پړاو ای پی ال سیالیو وروستۍ لوبې دي چې دا مهال په متحده اماراتو کې روانې دي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې