افغانستان کریکټ

افغان کرکټ بورډ له مودو وروسته اجرایه رییس په دنده وګوماره

افغانستان کرکټ بورډ نن رسماً اعلان وکړ چې رحمت الله قریشي د سرپرست اجریه رییس جار عبدرالرحیمزي پرځای د کرکټ بورډ نوی اجرایه رییس وټاکل شو.ښاغلی قریشي یو مجرب مدیر دی چې له بېلابېلو ملي او څو-ملیتي ادارو سره شا وخوا ۲۳ کلنه تجربه لري چې له دې منځه یې له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیریت په ډګرونو کې دندې ترسره کړې دي.

همدارنګه نوي ګومارل شوي اجراییه رییس ښاغلي قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.ښاغلي قریشي همدارنګه په ټولنیز-اقتصادي ډګرونو کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره د افغانستان په استازیتوب په بيلابېلو نړیوالو غونډو او ناستو کې ګډون کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اجراییه ریاست لپاره مرکه او پروسه په بشپړ روڼ ډول او د وړتیا له مخې ترسره شوې چې پکې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر او بورډ غړو سربېره د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.د کرکټ ډېری افغان څارونکې بیا د قریشي په راتګ سره خوښې ښایي او نوموړي ددې دندې لپاره وړ شخص ګڼېد یادولو وړه ده چې افغان کرکټ بورډ څو میاشتې وړاندې لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه او پرځای یې سرپرست رییس جار عبدرالرحیمزی وټاکلو، جار په خپله لنډه دوره کې څه ناڅه خدمتونه وکړل او نن یې خپله دنده اوسني اجرایه رییس رحمت الله قریشي ته پریښوده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې