لیګونه

یوراج سېنګ له لوبڅا (امپاېر) څخه خپه دی

د هندوستان غوره لېګ سیالۍ چې وروستې پړاو ته رسیدلې دي، نو په ورته مهال په دې لیګ کې داسې پریکړې ترسره کېږي چې له امله یې د نړۍ پخواني افسانوې او کلیدي لوبغاړي نا راضه کېږي. تیره شپه د آی پي ایل سیالیو په دوام سنراېزر حېدراباد لوبډله له راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره مخامخ شوه. 

چې په پایله کې سنراېزر حېدراباد لوبډلې راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سنراېزر مینه والو د مخکې تګ هیلې لا نورې پسې زیاتې شوې. خو په دې لوبه کې یو بال چې نو بال وه خو د لوبڅار له لوري نو بال حساب نه شو بلکې هغه توپ یې سم یا ډاټ بال حساب کړ، چې په دې سره یې د ګڼو کریکټ لوبغاړو او څارونکو غوسه را وپاروله. 

په ورته مهال د هند پخواني لوبغاړي یوراج سېنګ هم نا خوښې ښودلې ده او د لوبڅار له پریکړې سره یې مخالفت څرګند کړی دی. یاد توپ د ار سي بي لوبډلې بالر اسرو اوډانا له لوري ترسره شو کوم چې د لوبې لسم اور وه او مخامخ ورته کېن ویلیمسن ولاړ وه. خو ویلیمسن توپ ښه ولوبوه خو کله چې لوبڅار نو بال ور نکړ نو نوموړي د لوبڅار پر پریکړې حیرانیتا څرګنده کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې