دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ډي ویليرز : حیدراباد لوبډلې ښه بالینګ وکړ او لامل یې همدا و چې مونږ لوبه وبایلله

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي ای بي ډي ویليرز د بیګانۍ لوبې وروسته ویلي، چې د حیدر اباد لوبډلې فاسټ بالرانو ښه توپ اچونه وکړه او هیڅ ډول چانس یې ټاپ ارډر توپ وهونکو ته ورنکړ ترڅو ښه شاټونه ترلاسه کړي، له هغه وروسته افغان سوکه توپ اچونکې راشد بیا د میډل ارډر توپ وهونکې بیخې غټو شاټونو څخه منع کړل او لامل همدا و چې لوبډله د بد بحران سره مخ شو،،

ډي ویلیرز د هندوستان په تجارتي سیالیو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبیږي او تمه لري چې په روان لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره داسي لوبه ترسره کړي چې د دې لیګ اتلولي ترلاسه کړي، د یادولو وړده چې بنګلور لوبډله اوس د ۷ لوبو په ګټلو سره د جدول په دوهم ځای کې قرار لري او پاتې لوبه به د ډهلي لوبډلې پروړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې