دلوبغاړو په اړه

ډوني ومنله چې ۲۰۲۱ کال کې به هم چینای سوپر کېنګز لوبډلې کیپتاني وکړي

تمه ده چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر ایم ایس ډوني به د آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاونو کې هم ولیدل شي، دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د نوموړي په کیپتانۍ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډله له ناکامه رهبرۍ سره مخامخ وه. 

او د آی پي ایل سیالیو په لړ کې د آی پي ایل لومړنۍ لوبډله یا فرنچايز وګڼل شوه، چې له یاد ټورنامنټ څخه بهر شوه. خو په ورته وخت کې له ډیری کریکټ مینه والو په ځانګړې توګه د ایم ایس ډوني مینه والو سره پوښتنه پیدا شوې وه چې آیا نوموړی به په راتلونکې کال کې هم د لوبډلې لوبډلمشري وکړي؟ چې د مینه والو دې پوښتنې ته د چینای سوپر کېنګز لوبډلې مالک ځواب ورکړ او ویلي یې وه، چې ډوني به په ۲۰۲۱ م کال ای پي ایل سیالیو بیا هم د چینای سوپر کېنګز لوبډلې برخه وي او د لوبډلې کیپتاني به هم پر غاړه ولري. 

له نوموړي سربیره اوس خپله، ایم ایس ډوني هم دا تائید کړه او ویې منله چې په ۲۰۲۱ م کال سیالیو کې به د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کیپتان وي. له ډوني څخه د نیوزیلینډ پخواني تېز بالر ډینې مورسن وپوښتل: (( چې آیا د پنجاب پر وړاندې به ستاسو وروستۍ سیالۍ وي!؟)). نو په ځواب کې ډوني ځواب ورکړ او ویې وویل: (( پرته له شکه چې نه.)) د هغه دغه څرګندونو په ټولنېزو رسنیو کې بشپړ شور جوړ کړ. 

د یادونې وړ ده چې راتلونکی آی پي ایل ښایې په آپرېل ـ مۍ میاشت کې ترسره شي. خو د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د دې لیګ نېټه بدلیدلې هم شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې