لیګونه

په ای پي ال سیالیو کې نن یوځل بیا دوه لوبې ترسره کیږي

لومړۍ لوبه ماسپښین ۲:۳۰ دقیقې د چینای سوپر کېنګ او کېنګ الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. دواړه لوبډلو له دې مخکې ۱۳: ۱۳ لوبې کړي. چینای سوپر کیږي ۱۳ لوبو کې ۵ ګټلي د ۱۰ نمرو په درلودلو سره د ای پي ال سیالیو کې تر ټولو ورستۍ لوبډله ده چې له مخکې تګ پاتې ده.  

خو کېنګ الیون پنجاب لوبډلې بیا ۱۳ لوبو کې ۶ ګټلي او د ۱۲ نمرو په درلودلو سره پنځمه لوبډله ده چې جدول کې ځای لري. دواړه لوبډلې نن ماسپښین خپل بخت ازمایي.  

دوهمه لوبه ماښام ۶:۳۰ دقیقې د کلکتې او راجستان ترمنځ ده، چې د ای پي ال سیالیو ۵۴ مه لوبه ده نن د نومبر په لومړۍ نېټه به ترسره شي. 

کلکته او راجستان لوبډلې د ۱۲ نمرو په درلودلو سره په یو بل پسې مسلسل ۶ او ۷ مقامونه لري. د ویلو ده چې دغه لوبې به د دغو څلور واړو لوبډلو وروستۍ او برخلیک ټاکوونکې لوبې وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې