دلوبغاړو په اړهلیګونه

په ای پي ال سیالیو کې د څلوریزو پاچا څوک دی؟ دلته یې ولولئ

ای پي ال سیالیو کې زیاتو لوبغاړو ډول ډول کارنامې په خپلو نومونو ثبت کړي، خو هغه کار نامه چې په دې لوبو کې یې هندي لوبغاړی شکر دهوان لري بیخي بېله ده. شکردهوان په ای پي ال سیالیو کې د څلوریزو پاچا دی، نوموړی د زیاتو څلوریزو ریکارډ لري، هغه په ټول ای پي ال تاریخ کې ۵۷۶ څلوریزې وهلي چې دا یې تر ټولو جالب ریکارډ دی.

که څه هم دغو لوبو کې د زیاتو شپږیزو ریکارډ له کرس ګېل سره دی خو څلوریزو کې دهوان له کرس ګېل تقریباً دوه برابره مخکې دی. هندی ویرات کوهلي هم له شکردهوان کم نه دی هغه هم تر اوسه د څلوریزو شمېر له ۵۰۰ اړولی ټولې یې ۵۰۱ څلوریزې وهلي او دوهم لوبغاړی دی چې له شکردهوان وروسته قرار لري.

دریم مخکښ د څلوریزو په وهلو کې بیا اسټرالیایي ډېویډ وارنر دی هغه له ویرات وروسته ۴۹۷ څلوریزې لري. سورېش راینا، ګواتم ګمبیر، روحیت شرما، او اجینکا ریحاني هم په تریی سره د زیاتو څلویزو ریکارډونه لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې