نړیوال کریکټ

پاکستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پاکستان له زمبابوې وګټله. دوهمه لوبه یې نن د نومبر په لومړۍ د راولپېنډۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.  

دې لوبه کې زمبابوې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه. د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې برین چیري ۲۵ برینډن ټایلر ۳۶ مزرباني ۱۷ ویزلي مدهېور ۱۰ او سین ویلیمس تر ټولو زیاتې ۷۵ منډې جوړې کړې. 

زمبابوې روانه سیالۍ کې ونه توانېده چې ټولو اورونه ولوبوي د ۴۵.۱ اور په لوبولو سره یې ۲۰۶ منډې جوړې کړې خپل ټولو لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. د پاکستان له اړخه په توپ اچونه کې افتخار احمد لس اورونو کې د ۴۰ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول، محمد موسی ۲ حارث روف، عماد وسیم او فهیم اشرف بیا یوه یوه ویکټه واخسته او زمبابوې یې له دې زیات هدف ته پرېنښوده. 

دوهمه پاڼۍ کې پاکستانۍ لوبډلې هدف په اسانۍ پوره کړ یوازې د ۳۵.۲ اورونو په لوبولو سره یې یاد هدف ته ځان وروسو. د پاکستان لپاره امام الحق ۴۹ حیدر علي ۲۹ کپتان بابر عظم تر ټولو زیاتې ۷۹ منډې جوړې کړې او هدف ته یې ځان ورسو. د یادونې ده چې دغه لوبې د پاکستان په کوربه توب د راولپېنډۍ په لوبغاړي کې ترسره کیږي. 

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې