دلوبغاړو په اړه

هغه لوبغاړی چې په یوه منډه یې دوه سلیزې له لاسه ورکړي دي

په ای پي ال سیالیو کې وخت ناوخت جالبې او خوندورې لوبې ترسره کيږي، دغه لوبې ډېر کله له داسې حالاتو سره مخ وي چې هر توپ یې برخلیک ټاکوونکی وي.
ای پي ال کې هر کال نوي ریکارډونه جوړیږي، څوک ښه توپ اچونه کوي، څوک د منډو پر ماشین مشهور شي، څوک ښه لوبډل مشر شي او ډېر په کې ښایسته ښایسته جایزې هم ترلاسه کوي. دغه سیالۍ د هندوستان د غوره لیګ مشهورې سیالۍ دي د نړۍ ستر او غټ لوغاړي په کې لوبیږي ښایسته او لوی کارنامې کوي؛ خو نن درته داسې یو داسې څوک درپېژنو چې په یوه منډه یې دوه کالو کې دوه سلیزې له لاسه ورکړي دي.

دغه لوبغاړی د ای پی ال د شپږیزو پاچا کرس ګېل دی، که څه هم کرس ګېل په ای پي ال سیالیو کې زیاتې سلیزې وهلي خو دوه ځلي داسې هم ورسره شوي چې په ۹۹ منډو یې خپله ویکټه له لاسه ورکړې او د سلیزې په ارمان له میدانه بهر شوی.
نوموړي سره لومړی وار دغه کړنه په ۲۰۱۹ کال کې وشوه هغه د بنګلور په خلاف ښه لوبه کړې او په ۹۹ منډو اوټ شو سلیزه یې پوره نکړه، همدا کار ورسره تیره شپه د راجستان رایل سره په سیالۍ کې هم وشو هغه په ۶۳ توپونو ۹۹ منډې کړې وې او د سلیزې په ارمان د جوپرا ارچر له خوا وسوځېده له سلیزې پاتې شو.
جوپرا ارچر په خپل ټويټر لیکلي چې زه پوهېدم که بال وکم نو دی به رانه سلیزه ونه وهي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې