لیګونه

عرفان پټان د سریلانکا په لنکا پریمیر لیګ کې لوبیږي

د هندوستان پخوانی لوبغاړی عرفان پټان په لنکا پریمیر لیګ کې له کانډي ټاسکرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او په دغه لیګ کې ورسره لوبیږي. عرفان پټان او د ټاسکرز روزونکي هشان ټیلکراټني دواړو دا خبره تائید کړې چې عرفان پټان له کانډي ټاسکرز لوبډلې سره لوبیږي.  

دا هغه لوبډله ده چې له دې مخکې په کې کریس ګیل ، لیام پلنکیټ ، وهاب ریاض او کوسال پریرا هم شامل دي. ۳۶ کلن عرفان فبروري ۲۰۱۹ کال راهیسې شل اوریزه کرکټ نه دی لوبولی، هغه اوس مهال په ای پي ال سیالیو کې تبصره کوونکی دی، غواړي بیرته دغه لوبې پیل کړي. 

عرفان پټان ویلي چې “زه یقینا دې ته سترګې په لار یم باید لوبه وکړم ما د شل اوریزو لوبو څخه تقاعد کړی و، مګر زه کولی شم په ټوله نړۍ کې لوبه وکړم او امید لرم چې زه به وکولی شم د خپلې لوبې سره هم خوښ پاتې شم، پټان وایي زه لاهم لوبیدلی شم او غواړم ښه کرکټ وکړم” 

که څه هم هندي لوبغاړي ډېر کله په نورو بهرنیو لیګونو کې نه لوبیږي خو تقاعد شوي پټان په لانکا پریمیر لیګ کې د لوبېدو لپاره لاسلیک کړی دی. د یادونې وړ ده چې په دغه لیک کې حضرت ځاځی، نوین الحق، رحمان الله ګربز او قیس احمد افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې