لیګونه

سنرایز حیدراباد د یوې لوبې په ګټلو سره د مخکې تګ هیلې راژوندۍ کړې.

بیګاه شپه د سنرایز حیدراباد او رایلز چېلنجرز بنګلور ترمنځ د ای پي ال سیالیو ۵۲ لوبه ترسره شوه دغه لوبه سنرایز په ۵ ویکټو له بنګلور لوبډلې څخه وګټله او په روان تورنیمنټ کې یې شپږمه بریا خپله کړه په دې سره سنرایز لوبډلې د ۱۲ نمرو په درلودلو سره په جدول کې څلورم ځای خپل کړ او د مخکې تګ هیلې یې راژوندۍ کړې.
دې لوبه کې سنرایز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د بنګلور لپاره لوبډل مشر ویرات کوهلي ۷، ای بي ډېویلرز ۲۴ او جوش پلېپ ۳۲ زیاتې منډې جوړې کړې، سنرایز ته یې ۱۲۱ منډې هدف مخ ته کېښود.

د حیدراباد لپاره راشدخان څلورو اورونو کې یوازې یوه وېکټه واخسته سنډیپ شرما او هولډر بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دوهم اننګز حیدراباد په بریا سره پیل کړ کپټان ډېویډ وارنر ۸ منېش پانډې ۲۶ هولډر هم ۲۶ او ساحا زیاتې ۳۹ منډې جوړې کړې یاد هدف یې ترلاسه کړ.
ددې لوبې په ګټلو سره سنرایز لوبډلې د ځان لپاره د مخکې تګ هیلې راژوندۍ کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې