دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د پنجاب بخت کار ونکړ او له دوهم پړاو څخه د چینای سره سم له آی پي ایل لوبو بهر شو

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن د چينای سوپر کینګز او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه پنجاب لوبډلې وکړه او په ټاکلي شل اورنو کې د ډيپک هوډا د نېمه سلیزې پرمټ ۱۵۳ منډې جوړي کړي.

د پنجاب ورکړل شوی هدف چینای لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او خپله شپږمه بریا یې هم په دیارلسم پړاو کې ثبت کړه د یادولو وړ ده چې نه خو چینای لوبډله د دې لوبې په ګټلو مخکې تله او نه یې پنجاب لوبډله پريښوده چې دوهم پړاو ته لار پیدا کړي چینای لا دمخه او پنجاب لوبډله نن د دوهم پړاو څخه بهر شوه، اوس نو سنریزر حیدر اباد لوبډلې ته پوره چانس دی چې خپله راتلونکې لوبه وګټې او د پلی اف لوبو ته لار پیدا کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې