نړیوال کریکټ

د علیم دار لوبڅارۍ ته لنډه کتنه

د پاکستان هیواد مخکښ لوبڅار چې په نړیواله کچه خوره مشهور لوبڅار پیژندل شوی هغه علیم دار دی دار تراوسه په نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې لومړۍ لوبڅار شو چې په ۲۱۰ لوبو کې امپاېري کوي.

نوموړي خپله ۲۱۰ لوبه کې هم لوبڅاري وکړه دا لوبه د پاکستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په راولپینډۍ کې ترسره شوه، علیم دار د نړۍ یو له هغه امپاېرانو څخه ګڼل کیږي چې په خپلې ښو پرېکړو سره یې ډېر ځله د کرکټ د نړیوالې شورا څخه لومړي درجه ایوارډونه هم ترلاسه کړي دي.

د علیم دار پرېکړې ترډېره مثبتې وي او ډېر کله یې په لوبه کې لوبغاړی نه چلینج کوي.د نړۍ په سطحه هغه لومړی امپاېر شو چې په ۲۱۰ پنځوس اوریزو کې لوبو کې د لوبڅارۍ دنده پر غاړه وړي، له هغه وروسته رودي کورټیزن په ۲۰۹ لوبو کې بلي بوډن په ۲۰۰ لوبو کې سټيپ بنګور په ۱۸۱ لوبو کې داریل هارپر، او سیمون ټافل بیا په ۱۷۴ پنځوس اوریزو لوبو کې لوبڅاري کړي ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې