دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سونیل ګواسکر او انوشکا شرما په لانجه کې د هندي روزونکې روي شستري مداخلت

د هندوستان د بالیووډ مشهوره اداکارې انوشکاشرما هغه ټویټ غبرګونونه راپارولي و چې هغې د بنګلور د لوبې د ګټو وروسته کړی و.

بنګلور لوبډلې چې کله د کینګز الیون پنجاب پر وړاندې بریا ترلاسه کړه نو انوشکا داسي ټویټ وکړ،، د یوه حامله دارې میرمنې لپاره څه یوه لوبه څه یوه لوبډله، د همدې ټویټ په ځواب کې بیرته پخواني لوبغاړي سونیل ګواسکر ریټ ویټ وکړ او پکې یې لیکلي و، ویراټ کوهلي د قرنطین په رخصتیو کې د انوشکا په بالونو تمرینات ترسره کړي دي ځکه خو په راونو لوبو کې ترډېره ښه توپ وهنه نشي ترسره کولای،،

د دې وروسته انوشکا ګواسکر ته ګواښ وکړ چې ته یې څوګ  چې زما په شخصي ژوند کې مداخله کوي، بیا بیرته ګواسکر بښنه وغوښته او خپلې خبرې یې په بله بڼه راڅرګندې کړي.

دا چې اوس هم د دې موضوع ګرم بازار روان دی نو هندي مشر روزونکی روی شستري مجبور شو چې د دواړو ترمنځ روان جنجال ختم کړي، شستري ویلي، انوشکا په حقه ده او دلته د ګواسکر ریټ ویټ بیخې سم نه دی، که چیري هغه په حقه وي یا په ناحقه زه پکې ډېر غرض نلرم خودا سمه خبره نده چې ګواسکر کړی ده ځکه خو په دې موضوع کې زه د انوشکا ملاتړ کوم،،

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې