لیګونهنړیوال کریکټ

که د ډهلي همدا حال وي نو شاید په نیټ رن رېټ کې له مخکې تګ څخه محروم شي

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن ۵۱ لوبه د ډهلي او ممبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په یاده لوبه کې ډهلي د ناکام اننګز وروسته د ۱۱۱ منډو هدف ممبي لوبډلې ته ورکړ.

ممبي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او د آی پي ایل سیالیو په لړ کې خپله ۹ بریا هم ثبت کړه، که چيرته ډهلی لوبډله همداسې خپله راتلونکې لوبه هم وبایلي نو د مخکې تګ چانس په نيټ رن رېټ کې له لاسه ورکول شي ځکه دلته نورې لوبډلې هم هڅه کوي چې په روان لیګ ۷ لوبې وګټې، څو شیبې وروسته د دې لیګ په روانو سیالیو کې حیدراباد د بنګلور لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې