لیګونهنړیوال کریکټ

کریس ګیل لومړی لوبغاړی شو چې په لنډ فارمټ کې زر شپږیزې پوره کوي

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې افسانوي کرکټر کریس ګیل هغه توپ وهونکی شو چې په ټولو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۱ شپږیزې پوره کوي نوموړی اوس مهال د هندوستان په تجارتي لوبو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیږي او تمه شته چې په وروستیو لوبو کې هم ورته ښه توپ وهنه وکړي.

نوموړي په ۲۰۰۵ م کال کې نړیوال کرکټ پیل کړ د ۲۲ سلیزو او ۸۵ نيمه سلیزو پرمټ یې لاهم د کرکټ میدانونه په شپږیزو ښکلي ساتلي دي.

له کریس ګيل وروسته کیرون پولارډ د ۶۹۰ شپږیزو پرمټ دوهم، برینډن میکولم د ۴۸۵ شپږیزو پرمټ په درېم شین واټسن په څلورم، انډری رسل په پنځم، ای بي ډي ویلیرز په شپږم، همداشان په وار سره ایروین فینچ، روهیت شرما، ډیویډ وارنر، او کولین منرو ترنورو لوبغاړو زیاتې شپږیزې لري.

د یادولو وړ ده چې کریس ګيل دغه شپږیزې په ټولو سوداګریزو او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې