لیګونه

هغه کارکردګي چې د ای پي ال سیالیو په ۵۰ لوبو کې تر اوسه هېڅ کوم لوبغاړي نه ده کړې

د هندوستان غوره لیګ ای پي ال سیالۍ چې هر کال په ډېر جوش او ولولو سره ترسره کېږي، د نړۍ تر ټولو سترې او مشهورې سیالۍ بلل کېږي، مشهور کرکټران او لوبغاړي په کې نوموتې کارکردګي کوي خو هغه کړنه چې سږ کال په تیرو پنځوس سیالیو کې هېڅ کوم لوبغاړي نه ده ترسره کړې هغه په دریو بالونو د دریو لوبغاړو سوځول (هېټریک) دی چې تراوسه هېڅ کوم هندي او خارجي لوبغاړي نه دی ترسره کړی.  

په دغو لوبو کې تېرو کلونو کې ډیرو هندي او خارجي لوبغاړو هېټریکونه ترسره کړي دي چې امېت مېشرا تر ټولو مخکښ دی، هغه د ای پي ال سیالیو په تاریخ کې درې وارې هېټریک ترسره کړی او د ډېرو هېټریکونو لومړی مقام له ځانه سره لري، له ده وروسته بل هندی لوبغاړی یوارج سینګ د دوه ځلي هېټریک په کولو سره دوهم ځای کې قرار لري. 

همداراز مخایا نتیني، اجیت چندېلا، سمي یول بدري، روحیت شرما او سام کرن هم هغه څو لوبغاړي دي چې په ترتیب سره د زیاتو هېټریکونو په لېست کې قرار لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې