لیګونهنړیوال کریکټ

نن د آی پي ایل سیالیو په لړ کې دوه لوبې ترسره کیږي

دهندوستان په تجارتي لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي چې پکې د غرمې لخوا ممبي انډینز د ډهلي کيپټلز پروړاندې او ماښام مهال شپږ بجې او ۳۰ دقیقې سنریزر حیدر اباد لوبډله د رایلز چلینجرز بنګلور لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

که په نن لوبه کې حیدر اباد لوبډله ماته وخورې نو په مکمل ډول به له دوهم راونډ څخه بهر شي او که چیرته لوبه په ستر مارجن ګټې نو کولای شي د جدول پنځم ځای ته ځان ورسوي.

که کلکته نایټ رایډرز، کینګز الیون پنجاب، او راجستان رایلز لوبډلې خپله یوه یوه وروستۍ لوبه وګټې نو بیا به د دې درې واړو لوبډلو په نيټ رن رېټ فیصله کیږي. خو که حیدر اباد دوه وروستۍ لوبې وګټې نو هغوۍ هم ۷ لوبې ګټې او بیا کولای شي په ښه نیټ رن رېټ سره د مخکې تګ چانس ترلاسه کړي.بنګلور او ډهلی لوبډلې باید په دوه دوه لوبو کې یوه یوه لوبه وګټې ترڅو په اسانۍ سره د مخکې تګ چانس ترلاسه کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې