افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د ځوان لوبغاړي عبدالطیف میرزاکول د کریکټ کیرېر او لاسته راوړنې

عبدالطیف میرزاکول د هغو ځوانو لوبغاړو له نوملړ څخه دی، چې خپل ټول لومړیتوب یې د کریکټ لوبې ته ورکړی دی او په دغه ډګر کې خپلې خولې تویوې نوموړی د یوه روښانه راتلونکې خوبونه وینې، هغه هیله لرې چې د هغه دا خوبونه به یوه ورځ په رښتیا بدل شي او د بخت بیړۍ به یې بدله شي. 

میرزاکول چې د کریکټ ځوان لوبغاړی دی او د کریکټ یو افسانوې لوبغاړی بلل کېږي. هغه له افغان کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې هغه د شپږیزې کریکټ لیګ کوم چې د افغانستان تر ټولو لومړی او ستر کورنی لیګ بلل کېږي پکې د بوسټ ساتوونکو لوبډلې له لوري پېرل شوی وه، هغه له شپږیزې سربیره په شهید نجېب ترکې کریکټ ټورنامنټ او شفافیت کریکټ جام سیالیو کې هم لوبې ترسره کړې دي. 

عبدالطیف د خپلې ښیې او بریالۍ کارګردګۍ پر بنسټ په یو لړ سیالیو کې خپله لوبډله تر بریا پورې رسولې ده او ډیری وخت یې د خپلې لوبډلې په بریا کې کلیدي رول لوبولی دی. د نوموړي پر وېنا، چې دوه ورځنۍ کریکټ سیالۍ یې هم لوبولې دي.  عبدالطیف میرزاکول د خپلې خطرناکې توپ اچونې پر بنسټ د شهید نجېب ترکې او شفافیت جام کریکټ سیالۍ ټاپ کړې او په یادو سترو ټورنامنټونو کې یې د لوبډلې په ګټه کلیدي فورفامنس ترسره کړ. چې پر همدې اساس عبدالطیف په شفافیت جام سیالیو کې د ټول ټورنامنټ غوره بالر وټاکل شو او له دې وړاندې په شهید نجېب ترکې کریکټ لیګ کې د ټورنامنټ غوره بالر نومول شوی وه. 

ښاغلي میرزاکول له افغان کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی دوه ستره هیلې لري؛ لومړی دا چې هغه د افغانستان ملي لوبډلې ته لار ومومي او د افغانستان په استازیتوب سیالۍ ترسره کړي او دوهم دا چې د اسټرالیا په ستر تجارتې لیګ (بیګ باش) لیګ کې سیالۍ ترسره کړې. 

د میرزاکول پر وېنا چې په کورنې کریکټ کې یې پخوانی افسانوې فاسټ بالر حمېد حسن او پیاوړی پیلیز توپ وهوونکی رحمت شاه د خوښې وړ لوبغاړي دي، مګر په بهرنیو لوبغاړو کې یې د جنوبي افرېقا تېز بالر کاګېسو رباډا د خوښې وړ لوبغاړی دی.  

د یادونې وړ ده چې عبدالطیف میرزاکول یو افسانوې لوبغاړی دی او که نوموړي ته موقعې ورکړل شي، نو هغه به د افغانستان لپاره په نړیوالو او کورنیو دواړو لوبو کې ښه استازیتوب وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې