لیګونه

د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره بل ستر ګوزار

ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې د سنراېزر حېدراباد او راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي، خو د سیالۍ له پیلیدو وړاندې سنراېزر حېدراباد لوبډلې ستر ګوزار ترلاسه کړ. 

د سپورټ ټیک د راپور پر وېنا چې د ډوېډ وارنر په مشرۍ سنراېزر حېدراباد لوبډلې د الراونډر ویجي شنکر خدمات له لاسه ورکړل او د ټورنامنټ له ننۍ سیالۍ څخه وویستل شو. نن به نوموړی د ټپ له امله د ار سي بي لوبډلې پر وړاندې ونه لوبېږي. 

شنکر د ډهلي کپټلز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ په جریان کې د توپ اچونې پر مهال ټپې شوی وه چې وروسته له لوبډلې سره په تمریناتې کمپ کې د تمریناتو پر مهال د نوموړي ټپ نور هم ژور شو چې له همدې امله له لوبډلې څخه کيښنول شو. 

شنکر هغه مهال ټپې شو چې نوموړي د تمریناتو پر مهال ټوپونه وهل او د ټوپونو پر مهال ټپې شو. اوس به د نوموړي پر ځای ښه بدیل د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره بهونویش کمار وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې