لیګونه

د ای پي ای سیالیو ۵۰ مه لوبه: راجستان رایلز له پنجاب وګټله.

بیګاه شپه د هند غوره لیګ په سیالیو کې ۵۰ مه لوبه د راجستان رایلز او کینګز الیون پنجاب ترمنځ وشوه چې راجستان دغه لوبه د ۷ ویکټو په توپیر وګټله او په دې سره یې د مخکې تګ لپاره خپلې هیلې راژوندۍ کړې.
دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه پنجاب لوبډلې وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د کرس ګېل د ۹۹ منډو پر مټ ۱۸۵ هدف په مخ کې کېښود.

د راجستان لپاره په توپ اچونه کې ارچر او بین سټوکس ښه توپ اچونه وکړه دواړو دوه دوه لوبغاړي وسوځول او پنجاب لوبډله یې له دې لوړ هدف ته پرینښوده .
راجستان دوهم اننګز کې یاد هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ یوازې د دریو ویکټو په زیان یې وکولای شول چې هدف ته ځان ورسوي او دغه سیالۍ په خپل نوم ثبت کړي.
د راجستان لپاره بین سټوکس ۵۰ سنجو سمسون ۴۸ سټوي سمیت ۳۱ او اوجوش بټلر ۲۲ منډې جوړې کړې خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د یادونې ده چې په یادو سیالیو کې ۵۱ لوبه د ممبي او ډهلي ترمنځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې