دلوبغاړو په اړه

د ای پي ال سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې سلیزې چا وهلي؟ دلته یې ولولئ

د هندوستان غوره لیګ ای پي ال سیالیو ۱۳ پړاو اوس مهال په متحده اماراتو کې روان دی، په دغو سیالیو کې د نړۍ مشهور کرکټران لوبیږي چې زیاتو یې مهمې کارنامې هم کړي.
د دغو مشهورو کرکټرانو په کارنامو کې یو هم کرس ګیل دی چې د ای پي ال سیالیو په تاریخ کې زیاتې سلیزې لري، نوموړی چې دا مهال له کینګ الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي د ای پي ال سیالیو په تاریخ کې ۶ سلیزې لري.

له ده وروسته د زیاتو سلیزو وهلو په لېست کې دوهم ځای بیا هندي کرکټر ویرات کوهلي د ۵ سلیزو په وهلو سره نیولی دی، او په دریم مقام کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې کپټان ډیوډ وارنر راغلی چې څلور سلیزې یې وهلي، شین واټسن هم د څلورو سلیزو په وهلو سره څلورم ځای لري.
ای بي ډېویلر، شکر دهوان او اجینکا ریحاني په هم دغه لیست کې مخکښ لوبغاړي دي.
کرس ګیل د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې بهترین توپ وهوونکی دی، په ټولنیزه میډیا فسبوک او افغانستان کې هم زیات مینه وال لري دی وخت ناوخت پر فسبوک خپل تصویران پورته کوي او د مینه والو له تود هرکلي سره مخ کیږي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې