لیګونهنړیوال کریکټ

که ننۍ لوبه پنجاب په ښه نیټ رنرېټ سره وګټي نو دوهم مقام ترلاسه کولای شي

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن ماښام شپږ نیمې بجې ډېره مهمه او اساسه لوبه د راجستان رایلز او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

راجستان تر دې دمه په ۱۲ لوبو کې ۵ ګټلي ۷ یې بایللي، بل پلو پنجاب لوبډلې په ۱۲ لوبو کې ۶ ګټلې او شپږ یې بیا بایللي دي، که نن لوبه کې پنجاب بریا ترلاسه کړي او څه نا څه په ښه نیټ رنرېټ سره دالوبه وګټې نو یقیناً د لیګ په جدول کې دوهم ځای ترلاسه کولای شي،د دې لیګ په جدول کې ممبي په لومړي بنګلور په دوهم ډهلي په دریم او بنجاب بیا په څلورم مقام کې قرار لري.

که پنجاب نن او راتلونکې لوبه وګټې نو بیا د ډهلي ممبي سره دوهم پړاو ته په اسانۍ ځان رسولی شي، د یادولو وړه ده چې چینای سوپرکینګز هغه لوبډله ده چې د دوهم پړاو څخه پاتې شوې او که راجستان بیګاته لوبه وبایلي نو دا به بیا دوهم لوبډله وي چې د مخکې تګ څخه محرومیږي، ډهلي او بنګلور ته په دوه دوه لوبه کې یوه یوه بریا ډېره مهمه ده چې ترلاسه کړي ترڅو دوهم راونډ کې شامل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې