دلوبغاړو په اړه

ډيکاک ومنله چې د ای پی ال سیالیو په وروستیو لوبو کې یې احمقانه غلطي کړې

کوینټن ډیکاک چې د سویلي افریقا د ملي ټیم لوبغاړی او د نړۍ په کرکټ کې ترټولو زړه راښکونکی ویکټ ساتونکی بیټسمین دی په ای پي ال سیالیو د ممبي انډینز لپاره پیلوونکی چپ لاستی توپ وهونکی دی. 

د آی پي ایل سیالیو ددې فصل په لومړیو لوبو کې ډیکاک ښه نه دی ځلیدلی او په پینځو سیالیو کې یې یوازې یوه نیمه سلیزه وهلې په دې سره ډيکاک ومنله چې هغه د سیالۍ په لومړیو لوبو کې “احمقانه غلطي” کړې ده. 

هغه وایي زه هڅه کوم چې یوځل بیرته ښه راتګ وکړم او د ممبي لپاره ښه ولوبیږم، هغه وویل زه لوبډلې ته ښه پیل ورکوم او زه به دا هڅه وکړم. ممبي انډینز لوبډله لا دمخه روانو سیالیو کې ښه لوبیدلې او د جدول په سر کې ده.  

ډیکاک په تیر ۲۰۱۹ م کال ای پي ال سیالیو کې ښه ځلیدلی وه، هغه په ۱۶ لوبو کې د څلورو نیمه سلیزو پر مټ ۵۹۳ منډې جوړې کړې وې او د تورنمیټ دریم مخکښ منډې جوړوونکی وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې