نړیوال کریکټ

پاکستان په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې زمبابوې ته ماته ورکړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ نن په لاهور پینډۍ لوبغالي کې ترسره شوه. پاکستان دغه لوبه د ۲۶ منډو په توپیر وګټله او لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه پاکستانۍ لوبډلې وکړه او سیالې لوبډلې ته یې ۲۸۲ منډې هدف په مخ کې کېښود.
د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې حارث سهیل تر ټولو زیاتې ۷۱ امام الحق ۵۸، عابد علي ۲۱، بابر اعظم ۱۹، عماد وسیم ۳۴ او فهیم اشرف ۲۳ منډې جوړې کړې. د زمبابوې لپاره په توپ اچونه کې ټینډی چیسورو او مزرباني دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ د کې زمبابوی لپاره برینډن ټیلر تر ټولو زیاتې ۱۱۲ منډې جوړې کړې خو بیا هم یې بریا ترلاسه نه کړه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۵۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ماتې ومنله.
د پاکستان لپاره شاهین افریدي او وهاب ریاض غوره توپ اچونه وکړه او زمبابوې یې له ماتې سره مخ کړه.
شاهین افریدي ۵ او وهاب ریاض ۴ لوبغاړي وسوځول.(راپور ممتاز)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې