دلوبغاړو په اړه

هندي الراونډر هارډیک پانډیا له ویرات کوهلي مخکې پلار شو

دا چې د کریکټ ډیری لوبغاړو په ځانګړې توګه هندي کریکټرانو له فلمي اداکارانو سره د واده اړیکې تړلې دي او له دوی سره یې د مینې رشته تړلې ده، په ورته مهال کوهلي او هارډيک پانډیا هم هغه لوبغاړي دي چې له فلمي اداکارانو سره یې وادونه کړې دي. 

هاردیک پانډیا د خپل زوی اګستیا سره په ټولنیزه میډیا (رسنۍ) زړه راښکونکي عکسونه یا انځورونه خپاره کړي دي ، او خپل زوی یې د ځان لپاره تر ټولو ستره تحفه بللې ده. 

هاردیک پانډیا او ملګرې یې نتاسا ستانکویچ هغه جوړه ده چې په جنوري ۲۰۲۰ کې یې واده وکړ، او په جولای میاشت کې یې یو زوی پیدا شو، دې دواړو ملګرو هارډیک او ستانکویچ پر خپل زوی په خپله خوښه اګستیا نوم ایښې او له هماغه وخت راهیسې یې ګډ عکسونه خپروي او ورته خوشحاله دي او د دوي مینه والو هم دا انځورونه ډیر خوښ کړي دي.  

پانډیا دا مهال د انډین پریمیر لیګ ۲۰۲۰ م کال سیالیو لپاره په متحده عربي اماراتو کې پر سیالیو بوخت دی او د ممبيي انډینز لپاره لوبیږي. چې تر اوسه یې په ترسره کړیو ۱۲ سیالیو کې د ۲۰ شپږیزو او ۱۴ څلوریزو په وهلو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې