دلوبغاړو په اړه

له ګواتم ګمبیر وروسته کمارا سنګکارا هم ام اس ډهوني ته مشهوره ورکړه.

د هند ملي لوبډلې پخوانی تجربه کار کپتان او په ای پي ال سیالیو کې د چینای سوپر کینګ لوبډلې لوبډل مشر ام اس ډوهوني په روان ۲۰۲۰ ای پي ال سیالیو کې له ښه نه دی ثابت شوی د هغه لوبډلې په روان ای پي ال کې ۱۳ لوبې کړي یوازې پینځه یې ګټلي او د جدول په ورستي مقام کې ځای لري.
یو شمیر د کرکټ مشهورو لوبغاړو هم په ډهوني نیوکې کړي، پخواني لوبغاړي ګواتم ګمبیر ویلي چې چینای سوپر کینګ دا ځل په متحده عربي اماراتو کې د ای پي ال په تاریخ کې تر ټولو خراب فصل لري.
خو اوس تازه د سریلانکا کرکټ ملی لوبډلې پخواني کپتان او توپ وهونکي کماراسنګکارا هم ام سي ډهوني ته مشوره ورکړې، هغه ډهوني ته ویلي چې “سیالي کوونکې لوبه وکړه له رقابته ډک اوسه”
هغه ویلي ډهوني په ښکاره ډول په غوره چوکاټ کې لوبې نه دي کړي ده باید د ای پي ال دا غوره ټیم ښه رهبري کړی وای خو د ډهوني په کپتانۍ کې تر ټولو زیات په بد وضعیت کې قرار لري.

سنګکارا له ستار سپورټ سره په مرکه کې ویلي چې ډهوني به خامخا نا امیده وي خو زه وایم هغه باید بیرته ښه راتګ وکړي او راتلونکو لوبو کې ښه لوبډل مشر ثابت شي، هغه همدا راز ویلي چې ډهوني دهندوستان ټیم لپاره ډیر خدمتونه کړي باید ثابت پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان ۲۰۲۰ ای پي ال سیالیو کې د ډهوني لوبډلې ښې لوبې نه دي کړې او له زیاتو ماتو سره مخ شوی، له دې مخکې د هند پخواني کرکټر ګواتم ګمبیر هم ویلي و چې د ډهوني لوبډله تر ټولو زیات په بد وضعیت کې قرار لري.(راپور ریحان الله ممتاز)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې