لیګونه

سټیو سميت ښایې سږ کال بیګ باش لیګ ونه لوبوي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې مشهوره توپ وهوونکي سټیو سمیت ویلي دي چې سږ کال دا امکان نه لري، چې هغه په بیګ باش ستر تجارتې لیګ کې ولوبېږي. سمیت وایي، چې بیګ باش لیګ کې یې لوبېدل سږ کال ناممکن دي او دا امکان نه لري چې هغه سږ کال بیګ باش تجارتې لیګ ولوبوي. 

نوموړي له نیوز کورپس سره په خبرو کې ویلي دي، چې هغه له دې امله سږ کال په بیګ باش تجارتې لیګ کې نه لوبېږي چې د کرونا چاپیریال کې وخت ځایه کېدو مخه ونیسې. د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا سټار کریکټران له تیرې اګسټ میاشتې راهیسې په قرنطین کې دي. 

له سمیت سربیره د اسټرالیا دوه نورو افسانوې لوبغاړو هم د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده او دغو لوبغاړو ویلي دي چې سږ کال د کرونا ویروس د محددیتونو له امله یې د نه لوبېدو هوډ کړی دی. سمیت همدغه راز زیاته کړې ده، چې سږ کال هغه د کرونا ویروس له امله چمتو نه دی چې په اسټرالیا کې د ترسره کیدونکې بیګ باش لیګ کې ولوبېږي. 

سمیت زیاتوي چې په قرنطین کې اوسېدل لوبغاړي له روانې ناروغیو سره مخامخ کړې دي نو له همدې کبله باید لوبغاړي عادي ژوند غوره کړي او له هر ډول فعالیتونو څخه باید د موقعت وخت لپاره استعفا وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې