افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان څنګه د کریکټ ستوری شو؟ ـ هغه خپله کیسه کوي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سوکه یا ورو لیګ برېک توپ اچوونکی راشد ارمان څنګه د کریکټ ځلاندا ستوری شو؟ نوموړي خپله په دې اړه په آی پي ایل کې د خپلې لوبډلې سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره خبرې کړې دي او ورسره غږېدلی دی چې څنګه د کریکټ پر ستوري (لوبغاړي) بدل شو؟  

هغه څنګه د کریکټ لوبغاړی شو؟ 

راشد خان چې د افغانستان له ننګرهار ولایت څخه دی او نوموړی اصلاً د شینوارو ولسوالۍ دی. او په داسې یو هېواد کې د کریکټ ځلاندا او د نړۍ نوموتی لوبغاړی شو، چې له شاو خوا درې لیسزو راهیسې پکې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري. 

خو له دا ډول حالاتو سره سره بیا هم نوموړی د افغانستان په استازیتوب د کریکټ د نړۍ یو مشهوره لوبغاړي باندې بدل شو او د افغانستان نوم او بیرغ یې په نړۍ کې رپانده وساتلو. خان د ای پي ایل په دې فصل کې یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په پرله پسې توګه بریالۍ توپ اچونه ترسره کوي. 

سنراېزر حېدراباد لوبډلې یوه ویډیو خپره کړې ده ، چې په هغې ویډیو کې راشد خان ارمان خبرې کړې دي او غږېدلی دی، چې څنګه د کریکټ سټار لوبغاړی شو، هغه وایي په پیل کې له ننګونو سره مخامخ وه، تر څو یو غوره اسپنر بالر شي.  

راشد خان وایي ، کورنۍ یې نه غوښتل چې هغه د کریکټ لوبه وکړي او پر ځای یې ور څخه وغوښتل چې هغه د کریکټ پر ځای پر زده کړو تمرکز وکړي او کورنۍ یې غوښتل چې هغه یو ډاکټر شي. خو نوموړی وایي، چې له کورنۍ یې په پټه کریکټ پیل کړ او کریکټ کلب لیول یې په بریا سره پیل کړ. 

او وروسته د افغانستان کورني کریکټ لوبډلې ته غوره شو. او بیا یې د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې لپاره کریکټ پیل کړ، چې هلته یې هم ښه کارګردګې ترسره کړه او له هغه ځایه د افغانستان الف لوبډلې ته غوره شو. مګر نوموړی وایي چې په الف لوبډله کې یې یواځې کمپ کې برخه اخیستې وه او لوبډله کې شامل نه وه. 

د راشد خان پر وېنا، چې وروسته لدې چې زه لوبډلې ته سلېکټ یا غوره نه شوم نو ورور مې راته مشوره راکړه چې پر خپلو زده کړو تمرکز وکړم تر څو ښه راتلونکی ولرم. په هر حال د راشد خان مور هغه کریکټ یا ورزش ته وهڅاولو او له کورنۍ څخه یې مور یوه هغه غړې وه چې د راشد خان یې کلک ملاتړ وکړ، مګر اوس د هغه مور او پلار دواړه په دې نړۍ کې نشته او مړه شوې دي. 

بلاخره په ۲۰۱۵ م کال کې راشد خان د افغانستان الف لوبډلې ته غوره شو. او له هغه وخت یې خپل بریالی سفر پیل کړ چې لا هم دوام لري او دا اوږ مزل به یې تر نامعلومې نیټې پورې همداسې دوامداره وي.  

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې