دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

الیس پیري تیرو ۵۰ کلونو کې د اسټرالیا په ښځینه کرکټرانو کې تر ټولو غوره کرکټره ده

  افيرم پریس د اسټرالیا هغه کتاب دی چې د اسټرالیایي غوره کرکترانو نومونه په کې لیکل کیږي او د یادښت په توګه یې ساتي، دغه کتاب د اسټرالیا د غوره الراونډرې الیس پیري ستاینه هم کړې او دغه کتاب کې یې هغه د غوره کرکټرانو په لیست کې راوستې. 

کتاب کې لیکل شوي چې الیس په تیرو پنځوس کلونو کې تر ټولو غوره کرکټره ده، الیس پیري دې زیري ډیره حیرانه کړې او په دې کار یې خوښي څرګنده کړې ده.  

دغه کتاب کې د پیري اړوند ډیر معلومات لیکل شوي خو یوه لنډه برخه کې یې لیکي چې: “که زه تاسو ته ووایم چې اسټرالیا په کرکټ کې داسې یو توپ وهوونکی لري چې په ټیسټ لوبو کې یې اوسط ۷۸.۱۰، یو ورځنیو لوبو کې اوسط ۵۲.۱۰ او په شل اوریزه لوبو کې یې اوسط ۲۹.۷ دی؛ او که درته ووایم چې اسټرالیا داسې یو بالر لري چې ټیست لوبو کې یې اوسط ۱۸.۱۹ دی، په یو ورځینو لوبو کې ۲۴.۲۹ او په شل اوریزه لوبو کې اوسط ۱۸.۹۷ دی، او که دا هم درته ووایم چې دا ټولې کړنې په یوه کرکټر پورې مربوط نو ته به حتماً حیران شي او دا به درته دروغ ښکاره شي خو موږ داسې یو څوک لرو هغه الیس پیري ده.” 

د اسټرالیا د کرکټ په تاریخ کې ډیر تکړه او غوره کرکتران تیر شوي او لاهم شته چې موږ یې له شین واټسن، میچل جانسن، سټیف وا او یو شمیر نور څخه یادونه کولی شو خو په ښځینو کې بیا الیس پیري ده چې د غوره کرکټرانو په لیست کې راځې. 

الیس پیري په ۲۰۰۷ میلادي کال د کرکټ ډګر ته راغلې او هغه وخت ۱۶ کلنه وه او یوه ځوانه کرکټره وه چې خپله یوه ورځنۍ لوبه یې د اسټرالیا لپاره وکړه، شپږ میاشتې وروسته یې شل اوریزو لوبو ته لار ومونده او دښې کارکردګۍ له امله یې دوه اونۍ وروسته ټیسټ لوبو ته هم لاره پیدا کړه او د دریو واړه فارمټونو یوه غوره الراونډره حساب شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې