دلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړی شفیق الله شفق پیښور کې ادبي بنډارونه کوي.

د افغان ملي لوبډلې تکړه توپ وهوونکی شفیق الله شفق د افغان کرکټ بورډ له لوري له شپږ کلن بندیز وروسته بیخي اوزګار شوی او اوس یې د ادیبانو او شاعرانو سره لیده کاته پیل کړي.
هغه په خپله رسمي فسبوک پاڼه خپل او د پیښورۍ شاعرۍ اسما اخلاص ګډ انځور خپور کړی، د اسما اخلاص ستاینه یې کړې او یو بیت یې هم لیکلی؛ شفق لیکلي چې
“دغه نژدې شو او بيا دغه اِجازه يې غوښته
څه بې قراره شوم ملګرو دَ قرار نه روستو
اسماء اخلاص د پښتو ژبې نوموتې شاعره ده، چې شعرونه به يې د پښتو ادبي لمن لا بډايه کړي.”
خو د شفق په دې کار د کرکټ مینه والو او د ټولنیزې میډیا کارکوونکو غبرګونونه ښودلي، هغوی خپلو تبصرو کې مختلف نظرونه ورکړي ډیرو پر دې نیوکې کړي چې بیا ولې پاکستان ته تللی همداسې کارونه مو کول چې دا مو حال شو داسې زیاتې تبصرې نورې هم شوي.


شفق د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو تکړه توپ وهوونکی او ویکټ ساتونکی دی چې ډیره موده یې افغان لوبډله کې مزیدارې او خوندرې لوبې کړي او زیات مینه وال لري.
د یادونې ده چې شفق څه موده مخکې د کرکټ په لوبو کې د فساد له امله د کرکټ بورډ له لوري له شپږ کلن بندیز سره مخ شو او له هغې وروسته پیښور ته تللی.
ریحان ممتاز

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې