دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اظهر علي : لا تراوسه ورته کرکټ بورډ کوم ډول خبر نه دی ورکړی چې له لوبډلمشرۍ به یې لري کړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر اظهر علي وروسته له هغې په یو غیري رسمي کنفرانس کې ویلي، چې کرکټ بورډ ورسره لاتراوسه په دې اړه هيڅ نه دی غږیدلی چې له لوبډلمشرۍ څخه یې لري کوي، زه په دې کې څه نشم ویلی ځکه دا یوازي غلطې اوازې دي،،

اظهر د سرفراز احمد وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ لوبو لوبډلمشري واخیستله چې اوس داسي ګونګوسې دي چې هغه پاکستان کرکټ بورډ د نیوزیلینډ د سیریز څخه مخکې د کيپتانۍ څخه لري کوي.

اما نن رسماً اظهر علي دا خبرې بی اساسه وباللي، اظهر علي د څو ناکامو اننګزو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د پامه وغورځید او لامل یې همدا دی چې بورډ یې د ګوښه کیدو پلانونه نیسي، دلته پوښتنه داده که د اظهر علي خبره سمده نو بیا ولي دپاکستان کرکټ بورډ اجرایه رییس وسیم خان ویلی و چې مونږ د نیوزیلینډ سره د لوبو نه مخکې یو بل لوبډلمشر د ټېسټ لوبو لپاره غوره کوو، دا هغه خبره وه چې تیره ورځ یې د پخواني لوبغاړي انضمام الحق غوصه هم راپارولی وه، انضمام ویلي و چې پاکستان کرکټ بورډ په دا ډول خبرونه سره د لوبغاړو په منځ کې بی اتفاقۍ ته لمن وهي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې